د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د امربالمعروف د نوي قانون انفاذ ته اندېښنه ښودلې

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د طالبانو د حکومت له‌خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د انفاذ له کبله اندېښنه ښودلې ده.

جوزیپ بورېل بېګا پر ایکس‌پاڼه په یو بیان کې ولیکل چې اروپايي ټولنه د طالبانو د هغه فرمان له کبله سخته اندېښنه لري چې د افغانانو پر ټولنیز ژوند او د ښځو پر آزادیو تازه محدودیتونه لګوي.

د طالبانو د نوي قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو پر غږ بندیز اعلان شوی، د ښځو د ټول بدن پټول او د قانون په ټکو د فتنې له وېرې د ښځو مخ پټول ضروري بلل شوي.

همداراز د ښځو په آواز سندرې، نعتونه او قرائت او په ټوله کې په زوره يا لوړ غږ خبرې کول عورت بلل شوي.

په عین حال کې د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې د طالبانو دا محدودیتونه به په کورنیو رسنیو کې د لږ شمېر ښځینه خبریالانو حضور هم پای ته ورسوي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د نوي قانون د هغې برخې په اړه هم اندېښنه ښودلې چې رسنیو ته د مطالبو د څرنګوالي ښپارښتنه کوي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمدخالد حنفي ویلي چې دوی چمتو دي د نړۍ د دیني عالمانو د پوښتنو پر وړاندې د خپل دې قانون دفاع وکړي.