روسیې د دوهمې پرله‌پسې ورځې لپاره په اوکراین کې پراخ پوځي عملیات وکړل

د اوکراین پر اودیسې د روسیې د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

روسیې نن د دوهمې پرله‌پسې ورځې لپاره په اوکراین کې پراخ پوځي عملیات وکړل.

روسي ځواکونو دا حملې نن سهار وختي پیل کړې.

د اوکراین هوايي ځواک د دې هېواد پر قلمرو د لسګونه بې پيلوټه الوتکو او توغندیو د برید خبر ورکړی چې په نتیجه کې یې په ټول اوکراین کې د خطر زنګونه ووهل شول.

اوکرایني چارواکو ویلي چې دې حملو مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

د کریوي ریه ولسوال ایوهین سیتني چینکو نن پر ټیلیګرام چینل ولیکل چې پر یوه هوټل د یوه روسي توغندي د لګېدو په پایله کې دوه کسان وژل شوي او احتمالاً څو نور به د نړېدلې ودانۍ تر کنډوالو لاندې پاتې وي.

همداراز له پلازمېنې کییف، ژیتومیر، وینیڅیا او نورو سیمو هم د حملو راپورونه رارسېدلي دي.

پر اوکراین د روسیې د پروني پراخ برید په ترڅ کې اوه کسان وژل شوي وو.