د هند صدراعظم اوکراین ته د خپل سفر په اړه د امریکا له ولسمشر سره خبرې وکړې

د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي اوکراین ته د خپل سفر په اړه د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ ویلي، د ټولو هغو هېوادونو هرکلی کوي چې د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په اړه یې د کییف نظرونه اورېدلي دي.

مودي د اګست په ۲۳مه د اوکراین له پلازمېنې کییف څخه لیدنه وکړه او د دغه هېواد ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ته یې وویل چې هېڅ ستونزه باید د جګړې له لارې حل نه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، د اګست په ۲۶مه له بایډن سره په ټیلیفوني خبرو کې مودي د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ لپاره د هند پر ملاتړ ټینګار وکړ او په اوکراین کې یې د سولې او ثبات لپاره د خپل هېواد بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، متحده ایالات د هر هغه هېواد هرکلی کوي چې غواړي د سولې په برخه کې له زیلینسکي سره مرسته وکړي.