د متحدوایالتونو، اروپایي ټولنې او ترکیې لهخوا له چین څخه په وارداتي موټرو باندې د درنو تعرفو له لګولو وروسته کاناډا هم په چینایي موټرو سل سلنه تعرفه وضع کړه.
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو د دوشنبې په ورځ د اګست په ۲۶مه اعلان وکړ چې پر برښنایي موټرو سربېره، له چین څخه د پولادو او المونیم په وارداتو باندې به هم ۲۵ سلنه تعرفه وضع شي.
هغه زیاته کړه: "د چین په څیر لوبغاړي غواړي چې ځان په نړیوال بازار کې په غیرعادلانه ډول غوره وبولي."
د جون په وروستیو کې، د ټروډو مرستیال د چین د ارزانه برښنايي موټرو پر وارداتو د ګمرکي تعرفو د زیاتولو خبره کړې وه.
کاناډا د متحدو ایالتونو یو له اصلي متحدانو څخه دی او د متحدو ایالتونو بازار د کاناډا په صادراتو کې مهم رول لوبوي.
له بلې خوا، د کاناډا صنعتونه له متحدو ایالتونو سره سخت اخښل شوي دي.
لوېدیځ هېوادونه او ترکیه په چین تور لګوي چې د برښنایي موټرو د بیې د کمولو لپاره کورنیو شرکتونو ته سبسیډي ورکوي.