ایران کې ترافیکي پېښه؛ لږترلږه درې پاکستانیان مړه او ۴۸ نور ټپیان شوي

ارشیف

د ایران په جنوب کې لږ تر لږه درې پاکستانیان هغه مهال مړه او ۴۸ نور ټپیان شول چې د سپرلۍ بس یې له یوې لارۍ سره ټکر شو.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون دوشنبې وویل، د بس سپرلۍ د اربعین په مذهبي مراسمو کې له ګډون کولو وروسته له عراق څخه پاکستان ته روان و.

په بس کې د سپرو کسانو کره شمېر نه دی اعلان شوی، خو د فارس ولایت د سره میاشت ټولنې د ژغورنې او مرستو د چارو مرستیال وویل چې پېښه د یکشنبې په ماښام د سیرجان-نیریز په سړک کې شوې ده.

د لارو د ترافیک پولیسو یوه چارواکي، عبدالهاشم دهقاني د پیښې علت د بس په بریکونو کې تخنیکي نیمګړتیا وبلله او ویې ویل چې له دې کبله چلوونکي، موټر کنټرول نه کړای شو.

دا پېښه یوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې په ورته پېښه کې ۲۸ پاکستاني وګړي په ایران کې مړه شول. هغوی هم د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره عراق ته تللي وو.

د ایرنا د راپور پر اساس، کابو ۲۵زره پاکستانیان د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ورغلي دي.