د امریکا او ازبکستان موافقه؛ له افغانستانه تښتول شوې هیلیکوپټرې او الوتکې ازبکستان ته پرېښودل کېږي

ارشیف: د افغانستان د تېر نظام هیلیکوپټرې. د اګست پر ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له افغانستان یو شمېر الوتکې او هیلیکوپټرې ازبکستان ته وتښتول شوې.

د امریکا متحدوایالتونو او ازبکستان موافقه کړې چې د ۲۰۲۱م د اګست په ۱۵مه د افغان پیلوټانو له لوري تښتول شوې پوځي هیليکوپټرې او الوتکې ازبکستان ته پرېېښودل شي.

په ازبکستان کې د متحدوایالتونو سفیر جاناتن هنیک ازبک کان خبري اژانس ته وویل چې متحدایالتونه او ازبکستان د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک د جنګي جېټ الوتکو او پوځي څرخکو د وضعیت په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا الوتکې او هیلیکوپټرې به په ازبکستان کې پاتې شي، هینک وویل: "پوځي وسایط به په ازبکستان کې پاتې شي، په دې مخکې لا موافقه شوې ده."

هینک یادونه وکړه چې دا وسایط هیڅکله د افغانانو نه وو، بلکې په امریکا پورې یې تړاو درلود.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، افغان پیلوټانو ګڼ شمېر جنګي الوتکې او پوځي هیلیکوپټرې ازبکستان او تاجکستان ته وتښتولې چې لا هم په دغو دوو هېوادونو کې دي.