د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه د اګست په ۲۶مه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې تمریناتي کمپ ته شل کسیزه لوبډله اعلان کړه.
په اعلان شوې لوبډله کې په ګڼ نوي لوبغاړي هم غوره شوي دي.
کرکټ بورډ لیکلي، افغان لوبډله به د اګست په ۲۸مه نېټه د هندوستان په لور حرکت وکړي او په ۲۹مه نېټه به په ګرېټرنوېډا لوبغالي کې تمریناتي کمپ پیل کړي.
په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي(لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیرشاه محبوب، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاءالرحمن اکبر، شمس الرحمن، قیس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب شامل دي.
د ویلو ده چې دغه ټېسټ لوبه به د سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه پیل او تر ۱۳مې نیټې به دوام وکړي.