راپور: افغانان په زیاته اندازه په وینه کې د سربو د موجودیت له ګواښ سره مخامخ دي

ارشیف: په افغانستان کې تولید شوي دیګ بخارونه. د نوي راپور له مخې په افغانستان کې د بخار ديګي او المونیمي لوښو ډېره کارونه په وینه کې د سرب د موجودیت ګواښ زیاتوي.

د بریتانیا چاپ ټلګراف ورځپانې په تازه راپور کې ویلي چې افغانان په ځانګړي توګه ماشومان په زیاته اندازه په وینه کې د سرب د موجودیت له ګواښ سره مخامخ دي.

د بريتانيا چاپ ټلګراف ورځپاڼې په یوه نوي راپور کې، افغانستان یو له هغو هېوادونو ياد کړى چې د سرب تر ټولو لوى ګواښ سره مخ دى، هغه ماده چې د دې ورځپاڼې په ټکو په بخار دیګيو کې د پخو شويو خوړو له لارې د انسان په ځانګړې توګه د ماشومانو بدن ته لار مومي.

ټلګراف ورځپاڼې د ازادي راډیو د ځینو رپوټونو په حواله چې د بخار د دیګيو د جوړېدو په څرنګوالي جوړ شوي، لیکلي چې په افغانستان کې د بخار ديګي او المونیمي لوښو ډېره کارونه د دغې ستونزې اصلي لاملونه دي.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ماشومانو د وینې د سربو منځنۍ کچه د هند په پرتله درې برابره او د چین په پرتله پنځه برابره لوړه ده.

په راپور کې زیاته شوې چې ژر پخلي په موخه د بخار ديګي د المونیمي زړو لوښو څخه جوړېږي او دې لوښو نې د خوړو په پخولو سره سرب په ډېره اسانۍ د انسان بدن ته ننوځي او ورسره انسان مسمومېږي.

تر دې مخکې څېړونکو په امریکا کې د افغان کډوالو ماشومانو په وینه کې د سرب لوړه کچه موندلې وه.

د ٢٠٢٢م کال له څېرړنو وروسته، د واشنګټن ایالت د ټيټ خونديتوب له امله د ټولو المونیمي بخار دیګيو کارونه منع کړه.

دې راپور له خپرېدو وروسته، د امریکا په څو نورو ایالتونو کې هم روغتیايي مشورو له ورکړې وروسته د افغانستان په لاس د بخار د ديګيو د ګواښ په اړه خبر دارى ورکړ.

په افغانستان کې د المونیمي او د بخار ديګي کارونه ډېره دود ده او ډېرى کورنۍ د وخت او انرژۍ د مصرف د ساتلو او کمولو په موخه ډېر دغه ديګي کاروي او داسې کورنۍ به په‌کې په ډېرې سختۍ پيدا شي چې د بخار ديګى ونه لري.

د دوى ډېرى په دې نه پوهېږي چې سرب ډېره يوه مضره ماده ده د دې امکانات شته چې د بخار ديګيو له لارې بدن ته ننوځي.

د کابل اوسېدونکې سميې ازادي راډيو ته وويل: "کلونه کېږي چې مونږ د بخار په ديګيو کې خواړه پخوو خواړه ډېر ژړ پخوي د زيانونو په اړه يې معلومات نه لرو فقط يو او دوه ځلې چاودنه کړې، خو د خداى فضل وو څوک د بخار ديګي سره خواه کې نه وو چاته زيان نه و رسېدلى."

د هرات اوسېدونکې ازيتا چې د درې ماشومانو مور ده هم ازادي راډيو ته وويل چې د بخار د ديګي له زيانونو خبره نه ده.

هغه وايي: "زه په کور کې د پخلي لپاره د بخار ديګى کاروم، خواړه ژر پخېږي، ګاز لږ مصرفېږي، د کوم زيان په اړه يې معلومات نه لرم."

په همدې حال کې د روغتيا د برخې متخصص ډاکتر بسم‌الله شيموال ازادي راډيو ته وويل چې سرب د هوا، خواړو او د سينګار د توکو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او د انسان پر ډېر روغتيا ډېره ناوړه اغېزه کوي.

هغه وايي: "په ماشومانو کې سرب ښايي د حافظې ستونزې پيدا کوي او په لويانو کې د وينې د فشار لامل شي او په مېندوارو ښځو کې په وينه کې د سرب زياتوالى د جنين د ضايعې کېدو کچه پورته کوي."

نوموړى زياتوي چې په افغانستان کې د دې په اړه چې د بخار د ديګيو له لارې سرب د انسان بدن ته ننوځي کومه څېړنه نه ده شوې، خو د المونیمي لوښو چې سرب لري ښايي بدن ته د سرب د داخلېدو لامل وګرځي.

هغه وايي چې په فرانسه کې د شويو څېړنو له مخې سرب آن د ارايشي موادو چې په ترکيب کې يې سرب کارېدلي وي هم امکان شته چې د انسان بدن ته لار پيدا کړي او بدن ته ګواښ پېښ کړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دیګ بخار د جوړونې له ځينو شرکتونو سره هم خبرې وکړي، خو بريالی نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بخار د ديګيو د جوړولو څو فابريکې موجودې دي چې له دوى دوه راشکو بابا او افغان کاران آن له هېواده بهر او نړيوال خرڅلاو لري.

Your browser doesn’t support HTML5

راشکو بابا