د طالب مشر نوی فرمان: له حکومتي ویاندویانو پرته نور هېڅ طالب چارواکی د تبصرې حق نه لري

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

د طالبانو مشر په یوه نوي فرمان کې ویلي چې له حکومتي ویاندویانو پرته نور هېڅ طالب چارواکي د تبصرې حق نه لري.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د دوشنبې په ورځ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له قوله ویلي چې د وزارتونو‌ یا ادار‌‌‌و له ویاندویانو پرته هېڅ چارواکی د څرګندونو او نشراتو حق نه لري.

د طالبانو مشر همدا راز خپلو ویاندویانو ته امر کړی چې د خپل حکومت پر تګلارو، فعالیتونو او لاسته راوړنو تبصره وکړي او په هغو ټولنیزو او سیاسي مسایلو تبصرې ونه کړي چې د طالبانو تګلاره یې په اړه څرګنده نه وي.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو ډلو رسنیو او ژورنالیستانو له‌خوا د بیان له ازادۍ څخه په جدي سرغړونو او د اطلاعاتو په بهیر کې په محدودیتونو تورن دی.