اوکرايني چارواکي: روسيې نن سهار پر کييف د بې‌پيلوټه الوتکې بريدونه کړي

پر کييف د بريد يو انځور

د اوکراین چارواکو نن سهار پر پلازمېنې کییف د روسیې د ډرون بریدونو خبر ورکړ.

د کییف ښاروال په خپل ټلېګرام کې ویلي چې، لږ تر لږه درې کسان وژل شوي.

دوشنبه سهار چې خلک کارونو ته روان وو د ډرون بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شو.

اوکرایني چارواکو ویلي، لږ تر لږه لس روسي ډرون یې تعقیب او شنډ کړي هم دي.

د کییف د ځینو سیمو اوبه او برېښنا بنده شوې.

اخوا روسي چارواکو ویلي، د ساراتوف ښار په یوه هستوګنه سیمه د اوکرایني بې‌پيلوټه الوتکو برید شوی.

د ساراتوف قومندان رومن بارسوګین ویلي، یوه ښځه چې سخته ژوبله شوې وه، روغتون ته رسول شوې.