يو‌ان‌ايچ‌سي‌ار په کندهار کې د قابله‌ګۍ له يو روزنيز پروګرام د شل ښځو د فارغېدو خبر ورکړی

له ارشيفه د قابلو د يو روزنيز پروګرام انځور

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی چې په کندهار کې د قابله‌ګۍ له روزنیز پروګرام څخه د شلو تنو ښځو یوه ډله فارغه شوه.

د یو‌ان‌ايچ‌سي‌ار افغانستان څانګې په خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې ویلي، د قابله‌ګۍ دا روزنیز پروګرام د جاپان په مالي مرسته د ملګروملتونو له‌خوا دایر شو.

د بیان پر اساس مجموعا به په کندهار، زابل، اروزګان او نیمروز ولایتونو کې له‌دې پروګرام څخه ۲۶۰ ښځې برخمنېږي.