د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې تېره شپه وسلهوالو بریدګرو د بلوچستان په موسی خېلو سیمه کې ۲۳ کسان له مسافر وړونکو بسونو ښکته او وژلي دي.
د بلوچستان د پولیسو یوه مسوول ایوب اچکزي رسنیو ته دا هم تایید کړې چې، وسلهوالو لږ تر لږه لس موټر سوځولي دي.
هغه ویلي، د خلکو مړي روغتون ته ور وړل شوي.
پولیسو وژل شوي د پنجاب اوسېدونکي یاد کړي.
په بلوچستان ایالت کې د داسې مرګونو بریدونو پړه پر بلوڅ بېلتونپالو وسلهوالو ور اچول کېږي.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرشن ارمي په یوه بیان کې د موسی خېلو پېښې ته له اشارې پرته ادعا کړې چې، د بلوچستان په بیلا سیمه کې یې د پاکستان د پوځ پر یوه کمب برید کړی.
دې ډلې ادعا کړې چې په یاد برید کې یې ۱۱۸ پاکستاني پوځیان وژلي دي.
بلوچ لېبرشن ارمي همدارنګه ویلي، بریدګرو یې د یوولسو ساعتونو لپاره د دې پوځي اډې کنټرول په لاس کې درلود.
د پاکستان پوځ د دې ادعا په اړه لا څه نهدي ویلي.