جرمني کې د سوريايي او افغان کډوالو د پناه غوښتنې د درېدو غوښتنه شوې

د جرمني بیرغ

د جرمني د کریسشن ډیموکرات منځ‌لاري- ښې اړخي ګوند مشر په دغه هېواد کې د چړې په وسیله له شوي خونړۍ برید وروسته د سوریایي او افغان کډوالو د پناه غوښتنې د درېدو غوښتنه کړې ده.

فریدریک میرز (Friedrich Merz) پرون یک‌شنبه په یوه بیان کې د جرمني له صدر اعظم اولاف شولتز څخه غوښتي چې، په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د جرمني د خبري اژانس په وینا ښاغلي میرز د دغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره د سوریایي او افغان پنا غوښتونکو د شړلو ترڅنګ د یو شمېر نورو اقداماتو غوښتنه کړې.

د جرمني په سولینګن ښار کې د جمعې په ورځ یوه ځوان چې ویل کېږي، د سوريايي تبع دی، دوه نارینه او یوه ښځه په چړې ووژل او اته نور کسان یې ټپيان کړل.

ویل کېږي چې دغه کس وروسته ځان پولیسو ته سپارلی او خپل جرم یې منلی دی.

تر دې وړاندې په جرمني کې د کډوالو له‌خوا ورته نور خونړي بریدونه هم شوي دي، چې له وړاندې یې د کډوالو ضد احساسات پارولي دي.