بشار اسد: ترکيې سره د اړيکو عادي کولو هڅو نتيجه نه‌ده ورکړې

د سوریې ولسمشر بشار اسد

د سوریې ولسمشر بشار اسد وايي، له ترکیې سره د اړیکو د عادي کولو هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې.

اسد چې د سوریې په پارلمان کې وینا کوله پرون وویل، د دغو دوو هېوادونو د اړیکو د جوړولو لپاره روسیې، ایران او عراق د مرکچیانو په کچه هڅې کولې خو کومه د پام وړ نتیجه یې ورنه‌کړه.

بشار اسد ویلي، له ترکیې سره د اړیکو د جوړولو لار د هغو عواملو لرې کول دي چې د دې وضعیت باعث شوي.

هغه وویل که څه هم له سوریې د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتونکی دی، خو دا مسئله د اړیکو د جوړولو په پار په خبرو کې شرط نه وه.

ترکیې په ۲۰۱۱ کال کې د بشار اسد د رژیم له‌خوا د مظاهرو د پراخې ځپنې په سبب له دغه هېواد سره خپلې اړیکې پرې کړې او د هغو وسله‌والو ډلو ملاتړ یې پيل کړ چې د اسد د دولت ړنګول غواړي.