په دونتيسک کې د يو بريتانوي خبريال د وژنې خبر ورکړل شوی

دونستيک سيمه

اوکرایني چارواکو ویلي چې، په دونتیسک کې د یوه بریتانوي تبع مړی یې د یوې ویجاړې ودانۍ څخه ایستلی.

د چارواکو په خبره دا بريتانوی چې ویل کېږي خبریال دی د روسیې د توغندیز برید په پایله کې وژل شوی.

لږ تر لږه شپږ نور کسان هم په دونیتسک او خارکییف کې ټپیان شوي، چې څو خبریالان په‌کې شامل دي.

اخوا د روسیې د سرحدي سیمې بیلګورود والي ویاچیسلاو ګلادکوو پرون په خپل ټلېګرام لیکلي چې، پنځه ملکیان په یوې او یو په یوه بله سیمه کې د اوکراین د توغندیزو بریدونو په نتیجه کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

هغه د یوې ۱۶کلنې نجلۍ په شمول د شپږو ټپیانو حالت نازک وښود.

ازادي راډیو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه‌شي تاییدولی.