ريچارډ بېنيټ: ډېر ژر به د طالبانو د امر باالمعروف د قانون ارزونه پيل کړو

ريچارډ بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ وايي، ژر به له نورو متخصصینو سره په ګډه د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر د قانون ارزونه پيل کړي.

بېنيټ چې په‌دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا افغانستان ته له سفر منع شوی دی، پرون په‌‌دې اړه په خپله ایکس‌پاڼه یو لنډ بیان ورکړی.

بېنيټ د امرباالمعروف د قانون په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایووا له دریځ هرکلی کړی دی.

اتونبایووا ويلي، د طالبانو دا قانون د افغانستان راتلونکي لپاره یو ځورونکی لیدلوری دی، چېرې چې محتسبین واک لري د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لېست پر بنسټ هر څوک و ګواښي او توقیف یې کړي.