اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې او زده‌کړو لپاره ۱۳ميليونه يورو مرسته کړې

د اروپايي ټولنې بيرغ

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د خوارځواکۍ د درملنې او ښوونې او روزنې په برخه کې ۱۳ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) د افغانستان څانګې د یک‌شنبې په ورځ وویل چې دغه ۱۳ میلیونه یورو به د خوارځواکۍ د درملنې او د څه باندې ۷۸۰۰۰ ماشومانو د زده‌کړې په برخه کې ولګول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دې ادارې دوه میاشتې وړاندې وویل چې دوی کولی شي په هېواد کې له هرو دریو خوارځواکو ماشومانو له یوازې یوه ملاتړ وکړي.