طالبان: له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ۱۱۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي چې پرون شنبې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ۱۱۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت نن یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کډوال په خپله خوښه او په زوره د تورخم، سپین بولدک، ورېښم پُل او سالام کلا له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

ایران او پاکستان خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اقدامات زیات کړي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په وینا، د تېر کال له نومبر څخه چې پاکستان د بې اسناده کډوالو د ایستلو اعلان کړی، تراوسه پورې تر ۶۰۰ زره ډېر افغان کډوال یوازې له پاکستان څخه ایستل شوي دي.