د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په غبرګون کې د امریکا د حکومت پر پالیسۍ نیوکه وشوه

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مکال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مک‌کال د افغان ښځو په اړه د طالبانو د امربالمعروف پر نوي قانون په غبرګون کې د امریکا د حکومت پر پالیسۍ نیوکه وکړه، ویې ویل چې د ولسمشر بایډن د حکومت تشې ژمنې سبب شوي چې طالبان پر ښځو په برید کې یو بل ګام هم وړاندې واخلي.

مک‌کال پرون شنبې په یوه بیان کې وویل چې دوی هغه میلیونونه ښځې او نجونې نه شي هېرولی چې د طالبانو له‌خوا ځورول کېږي.

ده همداراز وویل چې بایډن او مرستیالې یې افغانانو ته شا واړوله او دې چارې طالبان وهڅول چې د افغان نجونو او ښځو د لسیزو بریاوې له منځه یوسي.

له بلې خوا د هالیووډ د سینما نامتو ستورې انجلینا جولي د طالبانو نوی قانون ځپونکی او شرموونکی وباله.

هغې پر خپل انسټاګرام کې لیکلي: "هغه حکومت چې د ښځو، مخ، سترګې، غږ او قدرت جرم ګڼي، بې همته او ځپونکی دی."

د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په دیارلسمه ماده کې ویل شوي چې د ښځو غږ باید وانه‌ورېدل شي او مخونه او ټول بدن یې پټ وي.