بنګله‌دېش کې سېلابونه؛ نږدې ۳۰۰زره کسانو اضطراري پناه ځایونو ته پناه وړې

ارشیف: په بنګله‌دېش کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

په بنګله دېش کې د سختو سېلابونو له کبله پرون نږدې ۳۰۰زره کسانو اضطراري پناه ځایونو ته پناه یووړه.

د افتونو په وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، دغو سېلابونو د بنګله‌دېش پراخې سیمې لاندې کړې دي.

له تېرې اوونۍ دغو سېلابونو چې د پشه کال اورښتونو په نتیجه کې بهېدلي، په بنګله‌دېش او ګاونډي هېواد هند کې لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه کړي دي.