زیلینسکي له روسیې سره د تړلې ارتودوکس کلیسا پر فعالیت بندیز ولګاوه

په اوکراین کې د ارتودوکس کلیسا

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هغه قانون توشېح کړ چې په نافذېدو سره یې په اوکراین کې له روسیې سره د تړلې ارتودوکس کلیسا پر فعالیت بندیز لګول کېږي.

دا پرېکړه پرون د اګست په ۲۴مه داسې مهال د اوکراین د پارلمان پر ویبپاڼه اعلان شوه چې اوکراینیانو د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځ نمانځله.

زیلینسکي په یوه ویډیويي وینا کې وویل، د اوکراین ارتودوکس کلیسا نن د مسکو له شر څخه د خلاصون لپاره ګام اخلي.

زیلینسکي دا څرګندونې د هغه قانون د توشېح پرمهال وکړې چې په اوکراین کې د ارتودوکس کلیسا پر فعالیت د بندیز لګول یې یوه لایحه وه.

د دې قانون په نورو لایحو کې هم روسیه په نښه شوې ده.