د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو لوبډلې د منځنۍ آسیا د اتلولۍ کافا په لوبو کې د ازبکستان په ماتولو سره د دې ټورنمنټ اتلولي وګټله.
افغان لوبډلې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د دې لړۍ په پایلوبه کې بېګا ازبکستان ته یو صفرماتې ورکړه او د منځنۍ آسیا د هېوادونو اتلولي یې وګټله.
دا لوبې چې د شپږو هېوادونو افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او ایران لوبډلو برخه پهکې لرله د روانې اګست میاشتې په ۱۷ مه پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې.