د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د نن ورځې په اوږدو کې په ۱۱ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله ایکسپاڼه د هواپېژندنې ادارې له قوله خبر ورکوي چې په بدخشان، نورستان، ننګرهار، کونړ، لغمان، پنجشېر، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د تېز باران او سېلابونو او ورسره د تالندې او بریښنا، چټک باد او خاورو- دوړو اټکل کېږي.
د دې ادارې په بیان کې راغلي چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه به له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
د بیان له مخې په سالنګونو او د هېواد په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي سیمو کې هم د تېزو بادونو، خاورو دوړو اټکل کېږي.