د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون وغانده

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون وغانده.

ملاني جولي پرون شنبه پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي چې د دې قانون توشېح کېدل د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو د غږ د غلي کولو بله هڅه ده.

هغې زیاته کړې چې ښځې او نجونې حق لري، غږ یې واورېدل شي او دوی ولیدل شي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وړاندې لیکلي چې د ښځو د اواز په غلي کولو کې هېڅ کوم فضیلت نه شته.

بل لوري په کابل کې د جاپان سفارت هم د دغه قانون په عکس العمل کې ویلي چې یو وار بیا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د دوام په اړه خپله سخته اندېښنه ښيي.

دغه سفارت پرون پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي چې "له نړیوالې ټولنې سره په همږغۍ طالبان هڅوي چې د تعلیم، کار، په تګ راتګ کې د ازادۍ او د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغان ښځو او نجونو غږونه واوري."

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر په نوي قانون کې چې د دوی په خبره د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده توشېح کړی، ۱۳مه ماده کې یې د ښځو پر غږ او مخ لوڅولو هم بندیز لګول شوی.

د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم ضروري دي، دغه راز د ښځې غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت په‌کې شامل دي په مجموع کې په زوره يا په لوړ غږ ویل يې عورت بلل شوي دي.