د اوکراين ولسمشر: روسيې سره د بنديانو تبادله کې ۱۱۵ اوکرايني پوځيان له بنده خوشې شول

د اوکراين خوشې شوي پوځيان

د اوکراین ولسمشر وايي، له روسیې سره د بندیانو د تبادلې په نتیجه کې ۱۱۵ اوکرایني پوځیان د روسیې له بنده خوشې شوي دي.

ولودمیر زيلینسکي نن د خپل هېواد د خپلواکۍ د ۳۳مې کلیزې په مناسبت دا خبره وکړه.

زيلینسکي نن پر خپله ایکس¬پاڼه لیکلي، د اوکراین ۱۱۵ مدافعان نن خپلو کورونو ته ستانه شول.

د هغه په وینا دغه کسان د وسله‌والو ځواکونو، ملي ګارډ، سمندري ځواکونو او سرحدي ځواکونو جنګیالي وو.

د اوکراین ولسمشر ویلي، د ټولو زنداني اوکراینیانو د ستنولو لپاره هره ممکنه هڅه کوي.

له کله چې اوکراین د اګست میاشتې پر شپږمه پر روسیې ناڅاپي حمله پیل کړې، ګڼ روسي سرتېري د اسیرانو په توګه نیول شوي دي.

اوکراین مخکې ویلي وو، چې په کورسک کې نیول شوي پوځیان به له اوکرایني پوځیانو سره تبادله شي.

په امریکا کې دېره د جګړې د مطالعاتو انستیتیوت د اټکل له‌مخې اوکرایني چارواکو د نیول شویو روسي پوځیانو شمېر ۲۰۰۰ یاد کړی، چې د دې ناڅاپي حملې په لومړۍ اوونۍ کې نیول شوي دي.