د پاکستان چارواکي وايي، د بلوچستان ایالت په پښین سیمه کې نن د پولیسو ماموریت ته څېرمه په موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بمب په چاودنه کې درې کسان چې دوه يې ماشومان دي، وژل شوي.
دغه راز د دوو پولیسو په ګډون ۱۸ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی.
د پولیسو یوه محلي چارواکي مجیبالرحمن ویلي، داسې ښکاري چې دغه بمب له لیرې کنټرولېده او پهدې اړه څېړنې پیل شوي دي.
د پښین مرکزي روغتون د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، له پېښې ۲ مړي او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي، وروسته د سختو ټپونو له کبله د یوې ښځې د مړینې خبر هم ورکړل شو.
تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نهدی منلی.