په جرمني کې پولیس وايي نن شنبه په هغه مشکوک حمله کوونکي پسې د پلټنې عملیات روان دي، چې د چړې په ګوزارونو یې په لوېدیځ ښار زولینګن کې درې کسان ووژل او ۸ نور ټپیان کړل.
دغه پېښه تېره شپه د یوه فستیوال پر مهال شوې ده، چې دغه فستیوال د زولینګن ښار د ۶۵۰ کلنۍ په مناسبت جوړ شوی و.
د پېښې ځای ته د نژدې پراته ښار دوسلدورف پولیسو نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مهال له ټپیانو او هم عیني شاهدانو پوښتنې- ګروېږنې روانې دي.
د پنځو ټپیانو وضعیت خراب ښوول شوی دی.
د پولیسو په وینا ګڼ شمېر پولیس په مشکوک کس پسې د پلټنې په عملیاتو بوخت دي.
تر اوسه د مشکوک حمله کوونکي په باب زیات جزیات نهدي ورکړل شوي.
د پېښې انګېزه هم معلومه نهده.
د جرمني په منهایم کې په تېره مې میاشت کې د یوه افغان وګړي د چړې په حملې یو پولیس وژل شوی و.