روسي چارواکی: د اوکراين د يوې بې‌پيلوټه الوتکې د بريد له امله د وسلو په يو ډيپو کې اور لګېدلی

د اور لګېدنې انځور

د روسیې یو چارواکی وایي د اوکراین د یوې بې‌پيلوته الوتکې حمله، نن سهار وختي د وسلو په یوه ډیپو کې د اورلګېدو سبب شوه.

د روسیې د ورونیژ محلي والي الکساندر ګوسیف په ټلګرام کې لیکلي، چې دې ډیپو په اوستروګوژسک ولسوالۍ کې اور اخیستی دی.

د ګوسیف په وینا په ډیپو کې اور او ورپسې چاودنه د یوې نسکورې شوې بې‌پيلوټه الوتکې د ټوټو د لوېدو له کبله شوې ده، خو چا ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

په اوستروګوژسک کې د زغروالو موټرو د عملیاتو د روزنې مرکزونه دي.

د روسیې په بلګرود سیمه کې هم تېره شپه د بې‌پيلوټه الوتکو د حملې خبر ورکړل شوی دی.

د بلګرود والي ویاچیسلاو ګلادکوف ویلي، په دغو حملو کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

په‌همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې پر ورونیژ سیمه پنځه بې‌پيلوټه الوتکې او پر بلګرود دغه راز بریانسک سیمو یوه- یوه بې‌پيلوټه الوتکه نسکوره کړای شوې ده.