نن د افغانستان په اووه ولايتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی

ارشيف

د هواپېژندنې ریاست نن شنبه هم د افغانستان په اووه ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه اطلاعیه کې لیکلي، چې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې به د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

دغه راز د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو اټکل هم شوی او ویل شوي چې په ځینو سیمو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.