له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۸۴ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی

ارشيف

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن شنبه خبر ورکړی، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰ او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۵ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

په خبر کې نه‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبر له پاکستان او ایرانه ایستل شوي دي.

پاکستان د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج پیل کړی، ورسره ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.