د خوست هوايي ډګر څخه خليج هېوادونو ته د کام اير هوايي شرکت د الوتنو د پيل خبر ورکړل شوی

د کام اير خصوصي هوايي شرکت الوتکه

د خوست د نړیوال هوایي ډګر چارواکي وایي، په نژدې ورځو کې به له‌دې هوایي ډګر څخه د کام آیر خصوصي شرکت الوتنې د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض، جدې او د متحده عربي اماراتو ابوظبي ښارونو ته پیل شي.

دا خبره یوې سرچینې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس ته کړې ده.

د راپور له‌مخې کام آير هوايي شرکت اوس‌مهال د خوست له نړیوال هوايي ډګر څخه په اوونۍ کې دوه ځلې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته الوتنې ترسره کوي‌ او د خلیج هېوادونو دوو ښارونو ته د نویو الوتنو له پیلېدو سره خلکو په تېره د لویې پکتیا د اوسېدونکو لپاره چې ډېری یې په خلیج هېوادونو کې کاروبار کوي، ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

د افغانستان دغه خصوي هوایي شرکت په اوس وخت کې د کابل، مزارشریف او کندهار په ګډون له یو شمېر هوایي ډګرونو څخه بهرنیو هېوادونو ته الوتنې ترسره کوي.

په تېره سلواغه/ دلوې میاشت کې د خوست له هوايي ډګره د اریانا افغان هوايي شرکت له‌خوا د متحده عرب اماراتو العین ته د الوتنو د پیل خبر ورکړل شوی و.