رينا اميري: طالبان غواړي د لومړۍ دورې واکمنۍ سخته تګ‌لاره دوه برابره مخته بوځي

رينا اميري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ پر ورتګ بندیز او د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر ادارې وروستی خطرناکه فرمان دا روښانه کوي چې طالبان هغه سخته تګ‌لاره دوه چنده کوي چې دوی په ۱۹۹۰ لسیزه کې مخ ته بیوله.

مېرمن امیري بېګاه په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې ویلي، دا د نړیوالې ټولنې لپاره اصولي، اقتصادي او امنیتي اړتیا مخې ته ږدي چې دوی په خپل دریځ ودریږي او له طالبانو سره اړیکې تر هغو عادي نه‌کړي ترڅو چې دوی د بشري حقونو په چلند کې جدي ښه والی نه وي راويستی.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک د پنج‌شنبې په ورځ وویل، د ملګروملتونو د ځانګړې راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ پر سفر بندیز به د دې هېواد په اړه د نوموړي د راپور ور کولو مخه ونه‌نیسي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سه‌شنبې په ورځ وویل، ریچارډ بېنیټ یې افغانستان ته له ورتګ څخه منع کړی او دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د ده په خبره هغه د افغانستان ضد تبلیغات کول او یوه کوچنۍ موضوع یې غټوله.

خو ریچارډ بېنيټ چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو لپاره ځانګړی راپور ورکونکی ټاکل شوی، د طالبانو د دغه بندیز په وړاندې غبرګون کې ویلي چې، ده په دوامداره توګه د افغانستان له واکمنانو سره د یوې شفافې ښکېلتیا هڅه کړې، د خپل مسوولیت له‌مخې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې او د ښه والي لپاره یې مشخصې عملي سپارښتنې او هم د تخنیکي مرستې وړاندیزونه کړي دي.