امريکا له اوکراين سره د پوځي مرستو نوې بسته اعلان کړې

اوکراين سره د امريکا د پوځي تجهيزاتو مرسته، انځور - ارشيف

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جمعه د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره په ټیلیفون خبرې وکړې او د اوکراین له خلکو سره یې د متحده‌ایالتونو د کلک ملاتړ ډاډ ورکړ.

د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې د درشل په مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې، بایډن له اوکراین سره د پوځي مرستو یوه نوې بسته هم اعلان کړه.

په‌دې نوې بسته کې د هوايي دفاع توغندي، د ډرون ضد تجهیزات، د ټانک ضد توغندي او نور وسایل شامل دي.

که څه هم سپینې ماڼۍ د پوځي مرستو د ارزښت په اړه دقیق ارقام نه‌دي وړاندې کړي، خو د رسنیو راپورونه وايي چې دغه بسته ۱۲۵ میلیون ډالره ارزښت لري.

بایډن دا هم وویل چې متحده‌ایالات، متحدین او شریکان به یې په هره لاره کې د اوکراین ترڅنګ ولاړ وي.