د فوټبال نړۍ پيژندل شوي ستوري کریستیانو رونالډو د یوټیوب چینل په جوړولو په شاوخوا درې ورځو کې تر ۳۵میلیونو ډېر مینهوال پیدا کړل.
دا په لنډ وخت کې د ډېرو مینهوالو د جلب یو ریکارډ دی.
رونالډو په دغه یوټیوب کې د فوټبال سربېره د خپل شخصي ژوند، کورنۍ او دوستانو په اړه ویډیوګانې خپروي چې لسګونه میلیونه کسانو کتلي.
رونالډو په خواله رسنیو نږدې یو میلیارد څارونکي یا پلویان لري.
د فوټبال نړۍ دا ۳۹ کلن ستوری دمګړۍ د عربستان د النصر په ټیم کې لوبیږي.
دی په انستاګرام کې ۶۳۷میلیونه، په فېسبوک کې ۱۷۰ میلیونه، په ایکس یا ټوېټر ۱۱۳ میلیونه او تازه په یوټیوب کې شاوخوا ۳۵ میلیونه پلویان لري.
کریستیانو په انستاګرام کې د هر اعلان یا هغه پوسټ پر سر چې د یوه توکي تبلیغ پهکې کېږي د راپورونو لهمخې څه باندې درې میلیون ډالره اخلي.