نن د شپږيزه ليګ پايلوبه ترسره کېږي

د شپږيزه کرکټ سيالۍ يو انځور - ارشيف

د افغانستان د کرکټ د شپږیزې لیګ پایلوبه نن د بند امیر ښاماران او آمو نهنګانو ټیمونو تر منځ ترسره کېږي.

دا پایلوبه د کابل په وخت د غرمې له یوولسو بجو مخکې د کابل په نړیوال سټډيوم کې پيلیږي.

د بند امیر په ټیم کې حشمت‌الله شهیدي کپټان دی او ورسره نوین‌الحق، کریم جنت، ننګیالی خروټي، صدیق پاچا او ځینې نور لوبغاړي ملګري دي.

د آمو نهنګانو ټیم مشري عظمت‌الله عمرزی کوي چې ورسره فضل‌الحق فاروقي، قیس احمد، شرف‌الدین اشرف او ځینې نور ځوان لوبغاړي لوبیږي.

بند امیر او آمو ټيمونو د شپږیزې لیګ په نهم پړاو کې هر یوه له اتو لوبو پنځه وګټلې او د پنځو ټیمونو د دوو مخکښو لوبډلو په توګه یې پایلوبې ته لار پیدا کړه.