ملګروملتونو له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو په ډله‌ییز اخراج اندېښنه ښودلې

ارشيف

د نژادي تبعیض د له‌منځه وړلو په اړه د ملګروملتونو کمېټې د جمعې په ورځ د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج په اړه د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې.

دې کمېټې د افغانانو جبري او ډله‌ییز ایستل ټکان ورکوونکي وبلل او په‌دې اړه یې جدي اندېښنه وښوده.

د دې کمیټې مشر مایکل بالسرزاک وویل چې، د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج په پلان کې پاکستان اووه لکه افغانان ایستلي دي.

پاکستان تېر کال د افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج پیل کړ.

د نژادي تبعیض د له‌منځه وړلو په اړه د ملګروملتونو کمېټې مشر زیاته کړه چې، پاکستان باید د زیانګالو افغانانو په تړاو جلا څېړنې وکړي څو ځينې دا افغانان لکه بې سرپرسته ماشومان د قاچاق او ناوړه استفادې له خطرونو بچ پاتې شي.

ملګروملتونو مخکې هم د زیانګالو افغانانو او هغو کډوالو په ایستلو نیوکه کړې وه چې د طالبانو له ویرې پاکستان ته تښتېدلي دي.