کاناډا د هغو افغان کډوالو تمویل بند کړی چې په پاکستان کې د کاناډا د ویزو په انتظار ناست دي.
کاناډا ژمنه کړې وه هغو افغانانو ته به د کډوالۍ ویزې ورکوي چې په افغانستان کې له کاناډايي ځواکونو سره همکاري کوي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری دغه افغانان پاکستان ته تښتېدلي او کاناډا ته د انتقال په تمه دي.
دغو افغانانو ته د کاناډا د مهاجرت ادارې پیسې او امکانات برابر کړي وو.
اوس د کاناډا د دولتي ټلوېزیون د راپور لهمخې، د کاناډا حکومت په پاکستان کې دغو افغان کډوالو ته د سرپناه پیسې بندې کړي دي.
دې ادارې ویلي چې، دا یو موقتي کار و، ځکه پناه غوښتونکو سرپناه ته اړتیا درلوده څو پهدې موده کې خپل اسناد برابر کړای شي.