د هند صدراعظم کییف ته رسېدلی

کییف ته له رسېدو سره سم، په اوکراین کې د مېشتو هندوانو ټولنې د مودي تود هرکلی وکړ.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په یوه تاریخي سفر نن د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.

نوموړی به په دې سفر کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

هغه کییف ته له رسېدو مخکې له وارسا څخه د کتنې په ترڅ کې له روسیې او اوکراین څخه وغوښتل چې هر څومره ژر چې کېدای شي، د سولې لار مخ ته ونیسي.

مودي په وارسا کې وویل چې هند پوره باور لري چې هېڅ ستونزه د جګړې له لارې نه‌شي حلېدای او زیاته کړې چې هېواد یې د سولې او ثبات د ژرترژره بېرته اعاده کېدو لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي.

کییف ته له رسېدو سره سم، په اوکراین کې د مېشتې هندي ټولنې د مودي تود هرکلی وکړ.

تر دې مخکې د اوکراین د رېلګاډي دولتي کمپنۍ پر ټلیګرام چینل په يوه ويډيو کې د مودي تصویرونه خپاره کړي چې نوموړی د رېل په ذریعه له پولنډ څخه کییف ته رسېږي.

دا له کله چې د هند او اوکراین ترمنځ دوه اړخیزې ټینګې شوي، په څه باندې ۳۰ کلونو کې کییف ته د هند د یوه مشر لومړنی سفر دی.