د افغانستان پر هوایي قلمرو د ځینو هوايي شرکتونو الوتنې زیاتې شوي

ارشیف

د نړیوالو الوتنو د څار یوه اداره وایي چې د سینګاپور ایرلاینز، برېټېش ایرلاینز او لوفټانزا هوایي شرکتونو د افغانستان پر هوایي قلمرو الوتنې زیاتې کړې دي.

د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چې د کابل په هوایي ډګر کې د ځغاست‌لیکې په ګډون د الوتنو د کېناستو او پورته کېدو د تنظیم دستګاوې خرابې شوې وې، ډېرو نړیوالو هوایي شرکتونو د افغانستان له ټرانزیټ څخه لاس اخیستی و.

د رویټرز د راپورله مخې، که څه هم دغه خدمات تراوسه په بشپړه توګه بېرته نه‌دي پیل شوي، خو هوایي شرکتونه د افغانستان هوایي قلمرو د ایران او اسراییل ترمنځ د هوایي قلمرو په نسبت مصئون بولي.

د فلایټ‌ټریډرز۲۴ Flightradar24 په نوم سازمان چې په نړۍ کې د الوتنو مسیر څاري، یوه ویاند ایان پیچنیک وویل چې مخ په پراخېدونکو کړکېچونو ته په پام له هوایي حریمونو څخه د کار اخیستو محاسبه هم بدله شوې او ډېری هوایي شرکتونه د امکان تر حده د خطر کمولو په لټه کې دي.

هغه زیاته کړه چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوسني کړکېچ ته په پام سره د افغانستان له هوایي قلمرو څخه الوتنې یو خوندي انتخاب دی.

د دې سازمان د احصائیې له مخې چې رویټرز آژانس لیدلې، د روانې اګست میاشتې په دوهمه اوونۍ کې د افغانستان له هوایي قلمرو څخه د الوتنو شمېر اوه چنده زیات شوی دی.

نړیوالو الوتنو خپل مسیر د اپرېل میاشتې له نیمایي څخه چې ایران او اسراییل پر یوبل د ډرون او میزاییلو بریدونه وکړل، بدل کړی دی.

هغه مهال د دغو درېیو هوایي شرکتونو په ګډون ډېرو نړیوالو شرکتونو د افغانستان له قلمرو څخه ډېرې الوتنې نه کولې، خو د جولای په وروستیو کې په تهران کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته چې په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوي، دغه لړۍ تېزه شوې ده.