درینا سنید کې د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ د مړو شویو کسانو شمېر لسو ته رسېدلی

د درینا سیند پر غاړه ژغورونکي ډلې او پولیس د ژغورنې عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.

په درینا سنید کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر لسو ته پورته شو.

د سربیا د کورنیو چارو وزیر ولادان رانیک ویلي، ژغورونکي توانېدلي، ۱۸ کسان چې درې يې ماشومان دي، وژغوري.

د هغه په خبره، د لسو کسانو جسدونه، چې یو يې نهه میاشتی ماشوم دی، له اوبو راویستلي دي.

سربیايي چارواکو د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته ویلي، دا کښتۍ چې غیرقانوني کډوال په کې سپاره وو، د سربیا او بوسینا ترمنځ په درینا سیند کې ډوبه شوې ده.

که څه هم په کښتۍ کې د سپرو کسانو شمېر مشخص نه دی، خو ژغورل شویو کسانو ویلي، ټول ۲۵ کسان په کښتۍ کې وو.

سربیا او بوسینا لوېدیځي اروپا ته د کډوالو د رسېدو تر ټولو لویه لار ده.

وخت ناوخت پر دې لار افغان کډوال هم د بېلابېلو پېښه له کبله ژوند بایلي.