د پاکستان پنجاب کې د "کچې د غلو" برید؛ ۱۱ پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

د پنجاب ټپي پولیس روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پاکستان په پنجاب کې د "کچې د غلو" په یوه برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د پنجاب پولیسو پرون ناوخته په یو بیان کې ویلي، دا پولیس له خپلو اوونیزو دندو د ستنېدو په حال کې وو چې موټر يې په لار کې خراب شوی او ساعت وروسته پرې غلو د راکټونو برید کړی دی.

په بیان کې راغلي، د پولیسو په دوو موټرو کې تر ۲۰ ډېر کسان سپاره وو.

د پاکستان صداعظم شهباز شریف دا برید غندلی او د دغو غلو د نیولو په اړه يې د "فوري او موثر اقدام" امر کړی دی.

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز په یوه بیان کې دا برید دردونکی بللی او ویلي دي، د دې برید غچ به اخلي.

کچه د سیند او پنجاب ایالت پر پوله رقبه لرونکې سیمه ده او له خیبرپښتونخوا د عرب سمندرګي پر لور د اباسین دواړو غاړو ته پرته ده.

د "کچې غله" اصطلاع د هغو ډاکوانو او وسله‌والو لپاره کارېږي چې د سیند او پنجاب په سرحدي سیمه کې فعالیت کوي.

پر دغې سیمې د پاکستان د پولیس چندان کنټرول نه‌شته.