د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر په یوه نااعلان شوي سفر کاسووو ته تللی

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ویلیام برنز په کاسوو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ننوتلو پر مهال

د راپورونو له مخې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا "سي‌آی‌اې" مشر ویلیام برنز له مخکي په یوه نااعلان شوي سفر کاسووو ته تللی دی.

برنز چې روانه اوونۍ یې له بوسنیاـ‌هرزیګوینا څخه لیدنه ترسره کړې، پرون پنجشنبې د کاسوو د جمهوري ریاست ودانۍ ته د ننوتو په حال کې لیدل شوی دی.

د امریکا د متحده ایالتونو یوه چارواکي د روانې اوونۍ په پیل کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې برنز سارایوو ته رسېدلی او له خپلو بوسنیایي سیالانو، د جمهوري ریاست له چارواکو او د بهرنیو چارو له وزیرسره یې لیدنې کتنې ترسره کړې دي.

ویل کېږي چې برنز کاسوو ته له رسېدو مخکې، بلګراد او شمالي مقدونیا ته هم سفر کړی دی.