د هند صدراعظم: روسیه او اوکراین دې ژرترژره د سولې لارې ته مخه کړي

د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي له روسیې او اوکراین څخه وغوښتل چې هر څومره ژر چې کېدای شي، د سولې لار مخ ته ونیسي.

مودې دغه غوښتنه کییف ته تر سفر مخکې پرون پنجشنبې له پولنډ څخه د کتنې په ترڅ کې وکړه.

نوموړي په وارسا کې د پولنډ د ولسمشر په ګډون د دې هېواد له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې.

دا پولنډ ته په ۴۵ کلونو کې د هند د یوه صدراعظم لومړنی سفر دی.

مودي په وارسا کې وویل چې هند پوره باور لري چې هېڅ ستونزه د جګړې له لارې نه‌شي حل کېدای او زیاته کړې چې هېواد یې د سولې او ثبات د ژرترژره بېرته اعاده کېدو لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي.

دا به له کله چې د هند او اوکراین ترمنځ دوه اړخیزې ټینګې شوي، په څه باندې ۳۰ کلونو کې کییف ته د هند د یوه مشر لومړی سفر وي چې ترسره کوي یې.