بریتانیا ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتو په شمېر کې بېساری زیاتوالی راغلی

اکثره کډوال په داسې سختو لارو ځانونه اروپايي هېوادونو ته رسوي چې ډېری وخت ژوند له لاسه ورکوي.

د هغو رسمي شمېرو له مخې چې بریتانیا پرون پنجشنبې خپرې کړې، د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هغو غیرقانوني کډوالو شمېر چې د کانال له لارې یې په کوچینو کښتیو کې ځانونه دې هېواد ته رسولي، بېساری زیات شوی دی.

لویه برخه یې هم افغانان جوړوي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې بریتانیا په دې موده کې ۱۳زره او ۴۸۹ کډوال ثبت کړي چې هغه د تېر کال پرتله اتلس سلنه زیاتوالی ښیي.

د ټولو هغو کډوالو له ډلې چې تر جون میاشتې پورې بریتانیا ته رسېدلي، اتلس سلنه یې افغانان دي.

ورپسې ایرانیان ۱۳ سلنه، ویتنامیان لس سلنه، ترکان لس سلنه او سوریایان هم نهه سلنه ښودل شوي دي.

بریتانیا له ۲۰۱۸م کال راهیسې هغه هېواد ته د هغو کډوالو د شمېر ثبتولو پروسه پیل کړې چې له غیرقانوني لارو ورځي.

له هغه مهال راهیسې له ۱۳۳زرو څخه زیات کسان بریتانیا ته داخل شوي چې ۷۰ سلنه یې سړي دي او د ټولو یوه پر پنځمه برخه یې هم له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان ښودل شوي دي.