د افغانستان په اوو ولایتونو د شدیدو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

په افغانستان کې وروستیو بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په اوو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

دې ریاست پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې نن جمعه د شدیدو بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

په مختلفو سیمو کې د ورښتونو اندازه د ۱۵ نه تر۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې په شمال ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د شدیدو بادونو احتمال شته چې سرعت یې ښایي په ساعت کې د ۵۰ نه تر۸۰ کیلومترو پورې وي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه رسولي او له امله یې په ځینو سیمو کې لارې بندې شوې دي.