د ديموکرات ګوند په استازيتوب کامالا هریس د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندي ومنله

د امريکا ولسمشر جوبايډن او کامالا هریس د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نومانده

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس نن، د اګست ۲۲مه، د ديموکرات ګوند له‌‌خوا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندۍ ومنله او تمه ده چې د خپل سیاسي ژوند تر ټولو مهمه وینا وکړي.

ديموکرات ګوند یوه میاشت وړاندې ولسمشر جوبایډن اړ کړ چې له تاګنیزو سیالیو په شا شي.

کامالا هریس پخوا هم د امریکا ولسمشرۍ مقام ته د رسېدو هیله درلوده، خو په ۲۰۲۰ کال کې د هغې کمزوری ټاکنیز کمپاین او د ولسمشر د مرستیالې په توګه له لوړو ژورو ډکه کاري دوره، دا هیلې کمرنګه کړې وې.

د اغلې هریس ویناوې د رای ورکوونکو له هرکلی سره مخ شوي دي.

که چیرې کامالا هریس راتلونکې ټاکنې وګټي، نو هغه به له اسیا څخه لومړی تور پوستې ښځه وي چې په امریکا کې د ولسمشرې په توګه ټاکل کېږي.