د نورستان د امنيه قوماندان پر رنجر موټر چاودنه کې څلور ماشومان وژل شوي، چې دوه يې زامن دي

د نورستان ولايت نقشه

د نورستان لپاره د طالبانو د حکومت امنیه قومندان محمد یوسف جمالزي په رنجر موټر د ماین چاودنه کې اته تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه چاودنه نن د (اګست۲۲مه) د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې شوې ده.

په چادونه کې څلور ماشومان وژل شوي او د نورستان د امنیه قومندان څلور ساتونکي ټپیان دي.

په ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دره نور په شیمل کلي کې دا رنجر موټر د سړک پر غاړه پر یوه ښخ شوي ماین ور برابر شو.

د سرچینې په خبره، د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې قومندان ساتونکي د چکر په نیت دره نور ته تللي وو.

سرچینه وړاندې وايي، په چادونه کې د جمالزي دوه زامن هم وژل شوي دي.

تر اوسه چا د برید مسولیت نه‌دی منلی، خو په نورستان او کونړ کې د دغو ډول ډېرو بریدونو مسوولیت داعش وسله‌واله ډله مني.