په درینا سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې اته کسان مړه شوي دي

ارشيف

د سربیا د کورنیو چارو وزیر ولادان رانیک نن د (اګست ۲۲مه) ویلي، د درینا په سيند کې د کډوالو هغه کښتۍ چې هڅه يې کوله له سربیا څخه بوسنیا لاړه شي ډوبه شوې ده، خو دوی توانېدلي چې اتلس کسان يې وژغوري.

د چارواکو په خبره، په ژغورل شویو کې درې ماشومان هم شامل دي.

د رانیک په خبره، تر اوسه له اوبو د اتو کسانو جسدونه راویستل شوي او هڅه کوي چې پاتې کسان ومومي.

ژغورل شویو کسانو ویلي چې، په کښتۍ کې ۲۵ کسان سپاره وو.

درینا سیند د سربیا او بوسنیا ترمنځ واقع دی، چې لوېدیځې اروپا ته د کډوالو د رسېدو تر ټولو لویه لار ده.

ډېر شمېر افغان کډوال هڅه کوي، په‌دې لار اروپا ته ځانونه ورسوي.

په وروستۍ لسیزه کې په‌دې لارې کې له ۴۰ ډېر کډوال مړ شوي دي.