قزاقستان د طالبانو د شارژدافېر د منلو خبر ورکړی

د قزاقستان بیرغ

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د شارژدافېر د منلو خبر ورکړی دی.

دې وزارت پرون د اګست۲۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي بیک بکایف په استانه کې د محمد الرحمان رحماني څخه د افغانستان په سفارت کې د شاژردافېر په توګه هرکلی وکړ.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، د دواړو هېوادونو موخه د سوادګریزو او اقتصادی همکاریو پراختیا ده.

طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

که څه هم د طالبانو حکومت د هیڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو ډپیلوماټانو ته سپارل شوي دي.