یونېسف: له هرو درېیو افغانانو دوه يې اقلیمي بدلون ځپلي

ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف وايي، له هر درېیو افغانانو دوه يې اقلیمي بدلون ځپلي دي.

دې ادارې نن پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ اووم ځپل شوی هېواد دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اقلیمي بدلون له کبله په وروستیو کې سختو ورښتونو او سېلابونو په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

نړیوالو ادارو له هغې ډلې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، د اقلیمي بدلون له کبله زیانمن شوي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف وړاندې ویلي، د خپلو شریکانو په مرسته يې ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او ډېر شمېر کورنیو ته د اوبو د سولر سیستمونو په مرسته يې پاکې اوبه رسولي دي.